امنیت

په لسګونو تنه طالبانو په راغستان ولسوالۍ کې ووژل شول

کابل باختر د وږې دمياشتې ٢٠ :
د ملي اردو د هوايي ځواکونو د بريدونو په نتيجه کې څه ناڅه ٥٠ تنو وسله والو طالبانوته نن د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا سيموکې  مرګ ژوبله واوښته .
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال سخيداد حيدري  د طالبانو پرخلاف د هوايي عملياتو د تائيدولو په ترڅ کې د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ولايت له ياوان ولسوالۍ څخه  کومکي ځواکونه  سيمې ته استول شوي دي او اوس طالبان د ماتې او تيښتې په حال کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته