کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٠ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د سعودي عربستان د بهرنيو چارو د وزير په نامه د پيغام په ليږلو سره ددغه هېواد د بهرنيو چارو د پخواني وزير والاحضرت شهزاده سعود الفيصل د مړينې له امله د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل.
په پيغام کې ويل شوي دي:
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير !
په ژورې خواشينۍ سره مې د نړۍ د يو مشهور او باوري شخصيت د سعودي عربستان د دولت د پخواني وزير، د وزيرانو شورا د غړي، د حرمين شريفين دخادم سلاکار او خاص استازي، په بهرنيو چاروکې څارونکي او د دغه هېواد د بهرنيو چارو د پخواني وزير والاحضرت شهزاده سعود الفيصل د مړينې غمجن خبر ترلاسه کړ.
په دې وسيله د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب تاسو، واکمنې شاهي کورنۍ، د ارواښاد پاتې کسانو او د دوست او ورور هېواد سعودي عربستان حکومت او خکوته څرګندوم او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.
1 1 دقیقه لوستل