امنیت

په ننګرهار کې دبندي ماشومانودساتنې دوداني دبنسټ ډبره کيښودل شوه .

کابل باختر د لړم دمياشتې ١٦ :
په ننګرهار ولايت کې دبندي  ماشومانو دساتنې لپاره تاسيسات  جوړيږي  . دماشومانو داصلاح او روزنې دمرکز تاسيسات به په جلال اباد ښار کې جوړشي .
دننګرهار دوالي مرستيال محمدحنيف ګرديوال باخترآژانس ته وويل  :
دغه  مرکز به ديو مليون افغانيو په لګښت  په يوکال کې جوړ شي .
په همدې حال کې دننګرهار ولايت دعدليې رييس عبدالحکيم شيرزاد وايي چې په دغه مرکز کې له دولس کلنۍ څخه تر اتلس کلنۍ  پورې ماشومان چې جرم يې ترسره  کړى او بندي دي ساتل کيږي .
تراوسه پورې د دريو نجونو په ګډون درې پنځوس تنه بندي ماشومان په جلال آباد ښار کې  په يوکرايي کور کې ساتل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته