امنیت

دملي امنيت دشورا غونډه دجمهور رييس غني په مشرى جوړه شوه

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١٢
دملي امنيت دشورا غونډه دچهارشنبې په ورځ دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرى دجمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې لومړي دامنيتي وزارتونو سرپرستانو دهيواد دعمومي امنيتي حالاتو په باب دملي امنيت دشورا غونډى ته رپوټونه ورکړل.
دهيواد دوسله وال پوځ لوى درستيز څرګنده کړه چې په تيره اوونۍ کې ديوې تيرې اوونۍ په پرتله دهيواد په عمومي حالت کې ښه والى رامنځته شوى دى او دموجودو ګواښونو د دفع کولو په لاره کې په ملي کچه او د قوتونو دسوق او ادارى او دهيواد دامنيتي ځواکونو ترمنځ په اوپراتيفي اوتکتيکي برخه کې ګډى هلې ځلې ښه شوى دي .
ده زياته کړه چې په دانګام ولسوالۍ کې د روانو عملياتو په بهير کې دښمن ته د سرزيات زيان اوښتى دى او امنيتي ځواکونه په ميړانى او سرښندنو سره دخپلو سنګرونو دفاع کوي .
دملي امنيت شورا د دانګام په روانو عملياتو کې دهيواد دامنيتي ځواکونو ميړانى او سرښندنې وستايلى؛ وروسته دهيواد دامنيتي برخې دوزارتونو سرپرستانو دکابل ولايت د ګډ امنيتي پروګرام دتطبيق په لاره کې دخپلو اقداماتو په باب چې په تيره غونډه کې تصويب شوى و ،غونډى ته رپوټونه ورکړل.
دملي امنيت شورا دهيواد امنيتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې په همغږۍ سره ددغې طرحې دتطبيق په لاره کې پراخ اقدامات ترلاس لاندې ونيسي.
دغه راز غونډى د رپوټ ورکولو دسيستم دښه والى ، دامنيتي ځواکونو دموجودو وړتياو څخه په اغيزمنې استفادې ددغو ځواکونو دمشرتابه په پياوړتيا ، د ژمى په موسم کې دګواښونو په څيړنې،داکمالاتي سيستم په ښه والى،دښوونې او روزنې د ودى او دعملياتي دقيق پلان جوړولې ټينګار وکړ.
دغونډى په پاى کې دمظاهرو دتنظيم طرحه وڅيړل شو ،دملي امنيت شورا ،دمظاهرو په وخت دمظاهره کوونکو دامنيت دتامينولو او دهيواد دښمنو خلکو دسر او مال دساتنې په خاطر او دهيواد داساسى قانون په چوکات کې دمظاهرو دتنظيم په خاطر دملي امنيت دمشاوريت دفتر ته لارښوونه وکړه چې له مدني ټولنې ، مطبوعاتو او دافغانستان داسلامي جمهوريت د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ ددغه طرزالعمل په طرحې بيا کتنه وکړي او دملي امنيت دشورا؛ يوى غونډي ته يې وړاندې کړى.         ‏

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته