امنیت

د هرات خلکو د پوليسو له منسوبينو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ

کابل باختر دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه :
د هرات خلکو د څه دپاسه زرو لاسليکونو په راټولولو سره د هرات ولايت د پوليسو له منسوبينوڅخه خپل ملاتړ اعلام  کړ.
دغه زرلاسليکونه د اصلاح غوښتوونکو ځوانانو د شبکې او داصلاح کوونکو ځوانانو د ټولنې په همکارۍ د يوه بنر په چوکاټ کې د امنيتي ځواکونو په تېره بيا د هرات د ملي پوليسو په ملاتړ راټول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې دغه مننليک د سلګونو تنو عالمانو، مشرانو، مخورو، مدني فعالينو او د هرات د خلکو په لاسليکونو سره دهرات ولايت د امنيه قوماندان پاسوال امين الله امرخيل په مشرۍ د هرات د ملي پوليسو د ويښو ځواکونو د فعاليتونو او نه ستړې کيدونکو هلوځلو په وياړ پاسوال امرخيل ته ورکړ شو.
د هرات ولايت امنيه قوماندان د خپل برياليتوب رمز د خلکو په ملاتړ او هڅونه کې وباله او د هرات ولايت د شريفو خلکو د هميشنۍ همکارۍ له امله يې قدراني وکړه او له امنيتي ځواکونو او په تېره بيا له ملي پوليسو سره یې د خلکو د زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته