سیاست

زلمي وېسا د ارغستان ولسوالۍ ته لاړ

قندهار باختر د لړم د میاشتې ۲۱ مه
د قندهار والي تورن جنرال زلمي وېسا چې يو شمېر رېيسانو يې هم ملګرتيا کوله د ارغستان ولسوالۍ ته په رارسيدوسره د خلکو ستونزې له نږدې واورېدې او د حل ژمنه يې وکړه.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه،د ارغستان ولسوالۍ خلکو له والي څخه وغوښتل چې ولایتي اداره دې په دغه ولسوالۍ کې روغتيا او پوهنې په برخو کې پرتې ستونزې اوارې کړي.
هغوی له مرکزي دولت څخه هم هيله وکړه چې د ارغستان بند ورغوي.
د خلکو له غوښتنو او وړانديزونو وروسته د قندهار ولایت د کرنې رېیس حفیظ الله سيدي وويل چې دکرنې وزارت په ارغستان ولسوالۍ کې مهم بندونه سروې کړي دي او په راتلونکي کال کې به د جوړېدو چارې پیل شي.
د عامې روغتيا رېیس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وویل چې په راتلوونکو څو ورځو کې به په دغه ولسوالۍ کې څلور روغتيايي مرکزونه فعال کړي،چې په ترڅ کې  به يې د خلکو ستونزې حل شي.
په ورته وخت کې د پوهنې رېیس عبدالقادر پیوستون ژمنه وکړه چې په راتلونکي کال کې به په دغه ولسوالۍ کې د يوه نوي ښوونخي ودانۍ جوړ کړي او بند شوي ښوونځي به هم پرانېزي.
هغه له خلګو وغوښتل چي د بندو شويو ښوونځيو په پرانستلو کې د پوهنې رياست سره همکاري وکړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د قندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا وویل چې، هڅې يې پيل کړي،څو په ولسواليو کې سيمه ييزه حکومتوالي پياوړي کړي او خلګو ته د ژوند په ټولو برخو کي اسانتياوې برابرې کړي.
هغه وويل: ولايتي ادارې جدي هڅې کوي،څو د ارغستان بند د جوړېدو چارې پیل کړې چې اوس مهال په همدې موخه د مرکزي حکومت سره په خبرو بوخت دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته