سیاست

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د هېواد پر روانو مسايلو خبرې وشوې

کابلدلړم٥مهباختر
د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ نن د دغې جرګې په عمومي غونډه کې د یوه نړیوال سند د تصدیق سربېره د هېواد د روانو مسایلو په اړه خبرې وشوې.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د معیاري جوړونې، ارزونې، انطباق، د واکونو تائید او اندازې پیژندلو د سیمه ییز انستیتوت اساسلیک(ریسکام) د نړیوالو چارو د کمېسیون د مشر او غړو له خوا وړاندې او د سناتورانو له خوا تصدیق شو، په همدې حال کې د دولتي چارواکو د معاشونو د تنظیم قانون دتعدیل طرحه او د څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون ځینو موادو کې د تعدیل په اړه تقنینی فرمان مجلس ته معرفي او د څېړنو په موخه اړوندو کمېسیونونو ته وپېژندل شول.
په آزادو بحثونو کې د ولسمشریزوټاکنو د لومړنیو پایلو د ځنډ څخه په اندېښنې سره وویل شول چې د ټولټاکنو خپلواک کمېسیون دې ژر تر ژره پایلې اعلام کړي ځکه په دې برخه کې ډېر ځنډ به منفي پایلې ولري.
سناتورانو د سولې بریالیتوب یو مهم او اساسي لومړیتوب وګاڼه، ویې ویل چې باید د دې مسلې په تړاو هر ډول ناستې د هېواد په د اخل او بهر کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په مشرۍ او مالکیت ترسره شي تر څو د تېرو تېروتنو له تکرار څخه مخنیوی وشي ځکه د تېرو نهه پړاویزو خبرو د ماتې اساسي علت د سولې په خبرو کې د افغان حکومت له پامه غورځول وو او د سولې په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څخه هم وغوښتل شول چې د سولې د نوي بهیر د پرمخ وړلو په وخت دې د افغان دولت په محوریت د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو او اوربند ټینګښت ته لومړیتوب ورکړي.
غونډه کې وویل شول چې د اکتوبر ۲۴ د ماشومانو د فلج ناروغۍ(پولیو) نړیواله ورځ ده او د عامې روغتیا د شمېرو پربنسټ روان کال کې د هېواد په جنوب کې د دې ناروغۍ ۱۹ مورده ثبت شوي په داسی حال کې چې تېر کال دغه شمېره د هېواد په ختیځو او جنوبي سیمو کې یوویشتو موردو ته رسېده چې د ډېروالي اساسی علت یې د طالبانو ولکې لاندې سیمو کې د پولیو کارکوونکو د فعالیتونو مخ نیوی دی چې دوی باید د هېواد د ماشومانو پروړاندې مسوولیت احساس او د پولیو واکسین پلي کېدو ته خنډ نه شي.
دغه راز په غونډه کې د میدان وردګو سناتور انجنیر حسیب الله کلیمزي د یاد ولایت د خلکو له خوا شکایت وړاندې کړ چې د علي پور په نوم غیر مسوول وسله وال قوماندان چې د نظام په داخل او بهر کې د ځینو کړیو د ملاتړ څخه برخمن دی او څه موده مخکې د نیولو وروسته په کمپایني معاملو کې خوشې شو، هره ورځ یاد ولایت کې پر یو قوم جرم او جنایت، وسله والې او ډله ییزې غلاوې ترسره کوي چې په دې وروستیو کې یې یو تن په ډېرې بۍ رحمۍ سره وژلى او زیانمن خلک غواړي چې دغه شخص ونیول شي او د قانون منګلولو ته وسپارل شي، له دې پرته به د یاد ولایت اوسېدونکي ورته عمل ترسره کړي چې پایلې به یې ناوړه وي.
یو شمېر سناتورانو په ځینو خصوصي رسنیو نیوکه وکړه او ویې ویل، دغه رسنۍ د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو مړو ته د شهید کلمه نه کاروي او دوی باید اړ شي چې د هېواد د ساتونکو پر وړاندې بی حرمتي ونه کړي او د نورو هېوادونو د رسنیو په شان ملي ګټو او ارزښتونو ته درناوی ولري.
په غونډه کې همدا راز یو لړ تروریستي پېښې وغندل شوې او وویل شول چې په دې وروستیو کې د ننګرهار ځانمرګي برید او چاودنه کې یو شمېر ملکي او نظامي افراد په شهادت رسیدلي او په کابل ښار کې د بادغیس امنیه قوماندن شریف الله چمتو هم په شهادت ورسېد  او د کندز علي آباد او د بغلان نهرین ولسوالیو کې د خلکو د نظم او هوساینې مدافعین د جنایت کاره طالبانو له خوا په شهادت ورسېدل او حکومت باید د شهیدانو د پاتې کسانو څخه ملاتړ وکړي او د ترهګرو په له منځه وړو کې لا زیاتې هڅې وکړي.
د بحثونو په پای کې د مجلس رئيس فضل هادي مسلم یار وویل: مشرانوجرګه د سولې د هغې بهیر څخه ملاتړ کوي چې مالکیت یې د افغان حکومت په لاس کې وي او باید د افغانستان په قضیه کې ښکېل هېوادونه هم له دې بهیره ملاتړ وکړي.
د مشرانوجرګې رییس زیاته کړه تجربو وښوده چې د سولې کوم مذاکرات چې اجندا یې روښانه نه وي، مثبی پایلې نه لري او له ولسمشره یې وغوښتل ترڅو د سولې په پلاوي کې د ملي شورا غړي هم ځای پرځای شي.
د مجلس رئیس له طالبانو وغوښتل چې پردیو هېوادونو ته د تلو راتلو ډډه وکړي او بین الافغاني خبرو ته دې غاړه کېږدي تر څو شته ستونزې د یو بل په منلو او تفاهم له لارې حل شي، ځکه  د افغان حکومت د حضور پرته هره پرېکړه کولای شي په یوه (ټویټ) وځنډول شي.
مسلم یار کابل ته د زلمي خلیلزاد د راتلو په اړه وویل چې هغه د افغانانو د دردونو په درک سره چې د جګړې له اړخه یې ویني، د سولې بهیر داسې پيل کړي چې د خلکو هوساینه په کې تضمین وي.
د مشرانوجرګې رئیس زیاته کړه، د قانون مطابق جرم شخصي عمل دی او نباید مشخص لوري او قوم ته نسبت ورکړل شي خو اړتیا شته چې د قوماندان علیپور څخه شته شکایتونه د میدان وردګو د خلکو او د قومي مشرانو له لورې حل شي ځکه دغه قومونه د کلونو راهیسې یوله بل سره ژوند کوي او د یو او بل په غم او خوشحالۍ کې شریک دي، همدارنګه یې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون ته دنده ورکړه تر څو راغلي شکایت ته د رسیدګۍ په موخه د بېلا بېلو اړخونو سره اړیکه ونیسي او پایلې دې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
فضل هادي مسلم یار د راتلونکو ټاکنو لپاره د برېښنایي پیژندپاڼو وېش یو لازمي امر وباله او له حکومته یې وغوښتل ترڅو د وېش لپاره یې په ټول هېواد کې اقدام وکړي همدارنګه یې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون څخه غوښتنه وکړه چې د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې دې اعلام کړي تر څو د خلکو اندېښنې حل شي.
د جرګې رئیس همداراز د پانګونې نوملړ کې د افغانستان د ځایګاه د ښکته راتلو په اړه د نړیوال بانک د رپوټ په اړه وویل په دې اړه به د مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان بانک جګپوړي چارواکي په یوې عمومي ناسته  کې استجواب شي.
په پای کې یې د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون ته دنده ورکړه ترڅو د کابل ښار د پنځمي امنیتی حوزې مربوطاتو کې د وژنو د زیاتوالي او په دې سیمه کې د ترسره شویو وژنو د دوسیو د څېړنو  دڅرنګوالي په اړه اړوند امنیتي  مسوولین استجواب  او پایلې یې عمومي غونډې ته د رپوټ په بڼه وړاندې کړي.
پاىجهان يار

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته