کابل باختر د ليندي اوومه :
دنيمروز ولايت دخاشرود ولسوال پرون دوسله والو کسانو له خواشهيد کړى شو .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول محمدحسين هاشمي باختراژانس ته وويل چې هاشم نورزي هغه وخت دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړى شو چې غوښتل يې له خپل ساتوونکوسره دخاسرودولسوالۍ له مرکز څخه ددغې ولسوالۍ يوې سيمې ته لاړ شي .
په دې پيښه کې دده ساتوونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ