امنیت

يوه جومات ملا امام په بلخ کې شهيد کړاى شو

کابل باختردوږي دمياشتې ١٠نيټه : د يوه جومات ملا امام تېره شپه په بلخ ولايت کې شهيد کړاى شو. دبلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شيرجان دراني باختر آژانس ته وويل چې د مزارشريف ښار د څلورمې ناحيې د عالم رزم جومات ملا امام مولوي محمد عارف حامدي هغه وخت د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړاى شو چې له جومات څخه د خپل کور په لور روان و . ده زياته کړه چې ددغې ووژنې علت معلوم نه دى او د دغې پيښې د عاملينو د نيولو لپاره دپوليسو هلې ځلې پيل شوې دي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته