ټولنه

په سرپل کې دسيلاونو دراوتلو له امله څليرويشت تنه له منځه لاړل .

-کابل باختر  دثور  ديرشمه :
په سرپل ولايت کې دسيلاونو دراوتلو له امله څليرويشت تنه ووژل شول  او اوولس تنه نور بې درکه شوي دي 
  دغه راز  په دې پيښه کې دښځو اوماشومانو په ګډون څوارلس تنه  ټپيان شوي دي .
دغه سيلاونه  له سختو اورښتونو وروسته  دکوهستاناتو  په ولسوالۍ کې  راووتل .
  دغه پيښه  دسر په زيان سربيره  دلسګونو کورونو دويجاړيدو سبب هم شوې ده . 
  دسرپل ولايت  له پيښو سره دمبارزې دادارې  يوه مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو سيلاونو کې  څليرويشت تنه وژل شوي  او اوولس تنه نور بې درکه دي .
  ده دغه راز په دې پيښه کې  دڅوارلسو تنو ټپي کيدل  تاييد کړل .
دکوهستاناتو  ولسوالۍ  هغه ځاى  چې سيلاونه  پکې راوتلې دي  زياتره  ساحه يې  دوسله والو طالبانو  ترکنټرول لاندې ده .
  دسرپل ولايت له پيښو سره دمبارزې  دادارې دغه مسوول وايي چې په کوهستاناتو کې دطالبانو دشتون په دليل دوى نه شي کولى  دبند پاتې شويو کسانو ژغورنې ته ور ودانګي .اويا هم  زيانمنو شويو کسانو ته مرستې ورسوي .
په همدې حال کې  دسرپل ولايت په  کوهستاناتو کې  له زيانمنو شويو ساحو څخه  په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې خلکو په هيڅ امکاناتو سره  دخپلوانو کورونو ، ښوونځيو او جوماتونو اويا هم دغرونو او غونډيو په شان  لوړو ساحو ته  پناه وړې ده  او خوراکي توکو  ، جامو او استوګنځيو ته  زياته اړتيا لري .
  له بلې خوا هم  کليوالي  اوسيدونکو  په سمه توګه  ونه کړى شول  چې دبې درکه شويو کسانو  په لټه کې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته