امنیت

وسله والو طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .

کابل باختر دکب درې ويشتمه :
  اته تنه وسله وال طالبان نن په قندهار ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه دديورنډ کرښې ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دديورنډ  له کرښې  څخه په رااوښتو سره  دپوځيانو دسپرلۍ  په کاروان بريد وکړ .
دافغانستان   په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې  اته تنه يرغلګر ووژل شول .
ده وويل چې دغو يرغلګرو دديورنډ  له کرښې څخه په را اوښتو سره دافغان  پوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم-  عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته