کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۱۸مه
د کونړ، لغمان او ننګرهار په ولايتونوکې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو نن سهار ۱۳ ماينونه د کونړ، لغمان او ننګرهار د ولايتونو په ګڼ مېشتو سيموکې کشف او شنډ کړل .
د هېواد په ختيځ کې يو امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې د دغو ماينونو په کشفولو کې د کلي اوسيدونکي ونډه لرله.
په افغانستان کې طالبان زياتره په ګڼ مېشتو لارو کې د بمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کېږي .
ختم_ شکريه _ اکرم