سیاست

په قندهار کې د ننني تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه!

 کابل باختر دغويي د مياشتې ١٠ مه
په ژورې خواشینۍ سره چې تروریستانو د خپلو جنایتونو او وحشتونو په دوام، نن د قندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د تروریستي برید په ترسره کولو سره د دیني مدرسې زده کوونکي  شهیدان او ټپیان کړل.
تروریستي ډلې د پردیو په لمسون د افغانستان د وروسته پاتې والي، د هېوادوالو په ځانګړي ډول د ماشومانو د بدمرغه کولو، وېرې او وحشت خورولو لپاره حتی پر معصومو ماشومانو او زده کوونکو هم بریدونه کوي او له همدې امله ورځ تر بلې له دوی څخه د خلکو کرکه او نفرت ډېرېږي.
جمهور ریېس محمد اشرف غني د دغه تروریستي برید د غندلو ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او مسوولینو ته یې د شهیدانو کورنیو سره د مرستې او د ټپیانو د درملنې لارښوونه وکړه.پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته