سیاستخبرونهفرهنګTOP

جمهوررییس غني: تاریخي لیدلوری مهم دی او له دې مه واره د افغانستان راتلونکی نه شو ټاکلی

کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
‎د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني تېر ماښام د تاریخ اوونۍ په اختتامیه غونډه کې چې د انسان څېړنیز بنسټ په نوښت او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په همکارۍ جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه؛ په پیل کې د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي وویل: په دغو حساسو او تاریخي شرایطو کې د تاریخ اوونۍ نمانځنې په هېواد کې د مهمو بحثونو لپاره لاره پرانیسته او دغې اوونۍ ته د جهت ورکولو په خاطر د جمهوررییس مننه کوو.
‎هغه دېته په اشارې چې له خپل تاریخ باید ژور درک ولرو؛ زیاته کړه: په تاریخ اوونۍ کې آنلاین بحثونه مهم وو، خو په تېر تاریخ تمرکز وشو او د هېواد معاصر تاریخ ته هم باید پاملرنه وشي.
‎وروسته د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهیر د تاریخ اوونۍ په اړه معلومات ورکړل او د هېواد د مشهورو تاریخ لیکونکو د یادونې پر مهال یې وویل: لوړو زده کړو وزارت باید د هېواد د ځوانانو لپاره د تاریخ علم په برخه کې په کلني ډول شاوخوا ۱۰۰ تحصیلي بورسیې په پام کې ونیسي، ځکه زموږ د تاریخ بیا لوستل د تاریخي متخصصینو روزنې ته اړتیا لري.
‎ورپسې د انسان څېړنیز بنسټ رییس فهیم کریم د یاد بنسټ د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل: نن د تاریخ په بحث کې د ستر بهیر پیل دی. تاریخ هغه پیوندونه روښانوي چې ټولنه له تېر سره وصلوي.
‎هغه دېته په اشارې چې د تاریخ اوونۍ د دوو پیاوړو او نوموتو مورخینو فیض محمد کاتب او ډاکټر محمد حسن کاکړ د نمانځنې په خاطر ایجاد شوې ده؛ وویل: په ۲۰۲۱ کال کې د تاریخ اوونۍ عنوان “ولې تاریخ؟” او د افغانستان له تاریخ څخه زده کړه او پوهاوی وو، همدا راز مو په تاریخ اوونۍ کې دا وموندله چې خلک له تاریخ سره لېوالتیا لري او زیاتې مطالعې ته یې اړتیا ده.
‎ورپسې د افغانستان د مطالعاتو امریکایي انستیتوت، د افغانستان برخې رییس محمدعمر شریفي د پروفیسور محمد حسن کاکړ د تاریخ لیکلو، آثارو، د لید سبک، د فکر ډول او د افغانستان د مطالعاتو په برخه کې د نوموړي د میتودولوژۍ په اړه معلومات ورکړل.
‎هغه زیاته کړه: تاریخ اوونۍ د افغانستان د نوي نسل لپاره پېلیزه ده چې باید آزاد فکر وکړي، د خپل تاریخ اکاډمیک اساسات وپېژني او د افغانستان تمدني موقعیت او ځای تعریف کړي.
‎جمهوررییس غني د دوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل: نن د تاریخ اوونۍ باید د خپل ملت جوړولو بهیر په مفهوم ونمانځو او دا زموږ د پوهې د عطف ټکي په توګه د تاریخ له ژورو څخه دي.
‎هغه دېته په اشارې چې افغانستان تر ۱۹ پېړۍ تل د تمدن مرکز وو او په حاشیه کې یې قرار نه درلود، زیاته کړه: تاریخي لیدلوری مهم دی او له دې مه واره د افغانستان راتلونکی نه شو تعیینولی.
‎جمهوررییس د لرغونپېژندنې، ژبپوهنې، افغانستان پېژندنې، د تاریخ لیکلو مکتبونو د موسسینو، په اسلامي تمدن کې د تاریخ علم، د تاریخ لیکلو د سبکونو، اسلامي مورخینو، د تمدني حلقو د مورخینو، د اقتصادي او سیاسي تاریخ، سوداګرۍ او صنایعو تاریخ، د اوبو لګولو او کرنې تاریخ، تاریخي سرچینو، دینونو او تمدنونو او د علومو او فنونو د تاریخونو او تاریخي مطالعاتو د نورو برخو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
‎جمهوررییس غني د دې په بیانولو سره چې تاریخ بې پایانه بحر دی، پراخ او هر اړخیز بحث ته اړتیا لري، دوی ته په خطاب کې وویل: باید د تاریخ په بېلابېلو دورو کې د افغانستان مورخین وپېژني او ټولنې ته یې معرفي کړي او د تاریخي مناظرو لوری په اساسي ډول تعیین کړي.
‎هغه زیاته کړه: تاریخي کرونولوژيک طبقه بندۍ ته اړتیا لرو او باید د هېواد دننه او بهر آرشیفونه او کتابتونونو له یوه بل سره وصل شي او قلمي نسخو، تاریخي خاطراتو، ادبیاتو او لیکنو ته لاسرسی پیدا کړو.
‎جمهوررییس څرګنده کړه: افغانستان د نړۍ په تاریخ او نړۍ د افغانستان په تاریخ کې تر بحث لاندې ونیسئ او زموږ سفارتونه او ډیپلوماټیکې استازولۍ دې د تاریخي آثارو او سرچینو او زموږ د دوستو هېوادونو د آثارو په ترلاسه کولو کې همکاري وکړي.
‎د هېواد جمهوررییس وویل: دارالامان ماڼۍ د ملي هویت پر موزیم بدلوو او پر دیجیټلي سیستم به عیاره شي چې زموږ هر زده کوونکی د افغانستان د تاریخ په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.
‎جمهوررییس غني څرګنده کړه: د تاریخ او فرهنګ انجمن د ایجاد طرحه مهمه ده او خپل وړاندیزونه د چاپ، تالیف او ژباړې په اړه وړاندې کړئ.
‎هغه وویل: په ۱۴۰۰ کال کې به په جلال آباد کې د عدم تشدد د بنسټګر خان عبدالغفار خان او همدا راز په هرات کې د امیرعلي شېرنوایي او بلخ کې د امام بخاري او امام ترمذي د یاد نمانځنه وشي.
‎جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل: په ۱۴۰۰ کال کې به اسلامي تمدن چې پر عدالت، وسطیت، قانونیت او علمیت استوار دی، ونمانځل شي.#
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته