کابل / دوږي ۳مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د تاجکستان جمهوررئیس امام علي رحمان سره ټلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو مشرانو د دوه اړخیزه اړیکو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمه ییزو همکاریو په لا پیاوړتیا او د آمو سیند سواحلو په اوږدو کې د همکاریو پر زیاتېدو بحث وکړ.
جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان او تاجکستان سرحد د دوستۍ او پرمختګ په نقطې بدلېږي او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ به د دوستۍ او ښو همکاریو بېلګه وي.
د تاجکستان جمهوررئیس امام علي رحمان د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ټینګ ملاتړوکړ او د جمهوررئیس له دریځ څخه د ملاتړ ترڅنګ یې ډاډ ورکړ چې تاجکستان به په نړیوالو او سیمه ییزو غونډو کې د افغانستان ترڅنګ وي او د افغان حکومت د دریځ ملاتړ کوي.
جمهوررئیس امام علي رحمان جمهوررئیس غني ته د دوه اړخیزه او څو اړخیزه اړیکو او همکاریو د پراختیا په موخه تاجکستان ته د سفر بلنه ورکړه او جمهوررئیس غني د مننې په ویلو سره ومنله او همدارنګه یې جمهوررئیس امام علي رحمان ته هم افغانستان ته د راتګ بلنه ورکړه.
دواړو جمهوررئیسانو د یو بل د سفر بلنې ومنلې او پر دې توافق وشو چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ به په نږدې ورځو کې بین الوزارتي پلاوی تاجکستان ته سفر وکړي او د دواړو جمهوررئیسانو کتنې ته د زمینې او د لا زیاتو همکاریو اجنډا برابرولوباندې به کار وکړي.
د دې ټلیفوني خبرو په پای کې هوکړه وشوه چې د افغانستان پلاوی به له مقابل لوري سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو په ځانګړي ډول د ترورېزم او نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو بحث وکړي.
.