ورزش

داتلوالۍ دمقام مدافع دريم شو.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٨
دطوفان هريرود دفوټبال ټيم دافغانستان دفوټبال دغوره ليک دسياليو په نيمه وروستي  پړاو کې دګول د جشنوارې په جوړولو سره دريم  مقام وګاته.
دافغانستان دلويديځ داستازي  ټيم طوفان هريرود نن مازيګر وکولاى شول دصفر په وړاندې دڅلورو ګولونو په وهلو سره دعقابان هندوکش ټيم ته ماتې ورکړى .
په دې لوبه کې چې په کابل کې دافغانستان دفوټبال فدراسيون په لوبغالي  کې ترسره شوه  دطوفان  هريرود د ټيم ديوې  ښکلې يرغليز او په زړه پورې لوبې په ترسره کولو سره په خپل سيال ټيم  په برياليتوب سره دريم مقام وګاته او دعقابان هندوکش ټيم څلورم مقام ترلاسه کړ.
دافغانستان دفوټبال دغوره ليک دسياليو د دويمې دورې پاى لوبه سبا له غرمې
وروسته په  دوو بجو په کابل کې دافغانستان دفوټبال  فدراسيون په لوبغالي کې
ترسره کيږي.
په دې حساسه لوبه کې دشاهين آسمايي ټيم دسيمرغ  البرز له ټيم سره لوبه کوي
دافغانستان دغوره ليک سيالۍ د دويم ځل لپاره دهيواد په  ورزشي تاريخ
کې داتو ټيمونو په ګډون په کابل کې پيل شوي دي .
دطوفان هريرود دفوټبال ټيم ددغو سياليو په لومړي پړاوکې داتلوالي مقام ګتلې و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته