امنیت

اتلس تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل /باختر/ د غويي د مياشتې ٢٩مه
په غزني ولايت کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان د تېرو٢٤ساعتو په بهيرکې ووژل شول.
دغزني ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت باختر آژانس ته وويل چې                    دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د ده يک ولسوالۍ د کهنه ده، پايلوچ او ذاکر په کليو او د اندړو ولسوالۍ د نظرخان په ګولايي کې د هوايي او توپچې بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو درې تنه قوماندانان هم شامل دي.
سيرت زياته کړه: اووه تنه وسله وال طالبان په اندړو ولسوالۍ کې د دوى پر سنګرونو د افغان پوځيانو د توپونو په ډزو کې ټپيان شوي دي.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته