امنیت

په کاپيساکې دملي اردو په جامو د سمبال سړي په بريدکې د ناټوڅلوروتنوعسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دسلواغې څليرويشتمه :
په کاپيسا ولايت کې د افغانستان د ملي اردو په جامو سمبال سړي په بريدکې د ناټودوه تنه سرتيري ووژل شول .
په دې بريدکې  چې پرون مازيګر وشو؛ د ناټو دوه تنه نور سرتيري ټپيان شوي دي.
له بلې خوا هم د سيمې اوسيدونکي وايي چې د ناټو پوځيانو د دغې پيښې په بهير کې  په خورو ورو ډزو لاس پورې کړ چې دا کار د څه ناڅه اتو تنوملکي وګړو د وژل کيدو او د لسوتنو نورو دټپي کيدو سبب شو .
پيښه د تګاب ولسوالۍ بازار ته څېرمه د تعميرپه نامه سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د افغانستان دملي اردو په جاموسمبال سړي د ناټو دپوځيانو  دزمې په کاروان ډزې وکړې.
دکاپيسا ولايت يوه سيمه ئيز مسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي؛ باخترآژانس ته وويل چې په دې  بريدکې د ناټودوه سرتيري وژل شوي او دوه تنه  نور يې ټپيان شوي دي .
ويل کيږي  دغه پوځيان امريکاييان وو.
دغه سيمه ئيز مسوول وايي چې يرغلګر د امريکايي سرتيرو د ډزو په بهيرکې وژل شوى دى .
  له بلې خوادکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ سيمه ئيز اوسيدونکي ادعاکوي چې دناټو پوځيانو له دغه بريد وروسته په خورو ورو ډزو لاس پورې کړچې دغه ډزې د څه ناڅه اتوتنو ملکي وګړو د وژل کيدو او دلسو تنونور دټپي کيدو سبب شوې.
دسيمې يوه اوسيدونکى نذير احمد صافي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د امريکايي پوځيانو دمتقابلو ډزو په بهيرکې ځانمرګي يرغلګر د سيمې له اتو تنو اوسيدونکو سره ووژل شو اودڅو تنوماشومانو په ګډون  څه ناڅه لس تنه نور ټپيان شول .
تراوسه پورې امريکايي پوځيانو او د ناټو ځواکونو په دې اړوند نظر نه دى څرګند کړى.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت ويندوى جنرال ظاهرعظيمي وايي چې يرغلګر په اردوکې غړيتوب نه درلود بلکې د اردو د جامو په کارولو سره يې په  دې بريد لاس پورې کړى دى.
جنرال عظمي رسنيو ته ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه پيښه  غندلې ده او په دې اړوند يې د څيړنو دپيل خبر ورکړى دى .
  په خبرپاڼه کې د ناټو د سرتيرو په ډزوکې په ملکي وګړو د بريد د څرنګوالى په باب څه نه دي ويل شوي .
  دتګاب ولسوالۍ په بازارکې د تعمير د سيمي اوسيدونکي وايي چې له دغې پيښې وروسته د ناټوپوځيانو دغه ساحه کلابنده کړه او تر نن سهار پورې يې چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته