ټولنه

دشهيدانو له کورنيو او ټپيانوسره نغدي مرسته وشوه.

کابل باختر دوږي  نولسمه :
په لوګر ولايت کې نن له څوارلسو شهيدانو له کورنيو او له يوه ټپي سره نغدي مرسته وشوه .
دغه مرسته چې دجمهوري رياست دمقام له خوامنظوره شوې وه؛ د لوګر د والي ارسلاجمال له خوا په واټ کې د ښخ کړى شوى ماين د چاودنې له امله دشهيدانو په کورنيو اوپه يوه ټپي وويشل شوه.
دلوګر د والي ويندوى دين محمد درويش باختراژانس ته وويل: دغه مرسته دهغو څوارلسو تنو کوچيانو په پاتې کسانو چې پخوا د لوګر ولايت په مرکز پورې اړوند بابوس په سيمه کې په واټ کې دښخ کړى شوى ماين دچاودنې له امله شهيدان شوي وو او يو تن بل پکې ټپي شوى و، وويشل شوه.
د درويش دڅرګندونو له مخې: دهر شهيد په کورنۍ سل  زره افغانۍ او په يو ه ټپي پنځوس زره افغانۍ وويشل شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته