ټولنه

خبرتيا

کابل- باختر د سلواغې د مياشتې٤مه:
د حج او اوقافو  وزارت خبرتيا
دکابل ښار دناحيو د ١٣٩٤ کال د حج هغو ټولو غوښتوونکو ته چې پخوايې په مرکزکې دحج او زيارت په رياست کې نومونه ليکلي دي او دخپل لومړى قسط  پيسې يې تحويلې کړې دي؛ خبر ورکول کيږي چې دخپل برقي پاسپورت دترلاسه کولو او برابرولو لپاره دې د ١٣٩٤ کال  دسلواغې دمياشتې  تر لسمې نيټې پورې د خپل تابعيت د تذکرې له اصل او دحج د لومړي قسط د پيسو د تحويلۍ له اويز سره هره ورځ د سهار له اتو بجو څخه د مازيګر تر څلورو بجو پورې د عيدګاه په جامع  جومات کې حاضر وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته