ټولنه

په بغلان کې د اوبو لګولو يوولس کوچنې پروژې ګټې اخيستنې وسپارل شوې.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٣
د اوبو لګولو يوولس کوچنې پروژې په بغلان ولايت کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د اوبو دبندونو او استنادي ديوالونه شته چې دکليو دبياجوړولو او پراختيا دوزارت له خوا دوه ديرشو مليونو سلو زرو افغانيو په لګښت جوړې شوې دي .
دبغلان ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجينير عبدالرب حکيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغو پروژو په جوړولو سره دبنو ،ده صلاح او دوشي په ولسواليو او په پلخمري ښارکې څه دپاسه پنځه ديرش جريبه ځمکه خړوبيږي.
له دغو پروژو څخه پنځه زره کليوالى کورنۍ چې زياتره يې بزګران دي په مستقيم ډول استفاده کوي .
دبغلان ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس وايي ددغو پروژو په جوړولو سره دکرنيزو اوبو دستونزې دلرې کيدو ترڅنګ دسيلاونو مخه هم ونيول شوى ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته