امنیت

په جګړه کې د ملکي خلکو د تلفاتو له امله انديښنه څرګنده شوه

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢١ نيټه :
د عدالت غوښتنې او د ملکي کسانو د ساتنې ډله په پلخمري ښارکې په يوه خبري غونډه کې په هېوادکې د ملکي وګړو د تلفاتو له امله انديښنه څرګنده کړه .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د دغې ډلې غړي چې د مدني ټولنې او د بشر د حقوقو له بنسټونو څخه جوړ شوي دي، د جګړې له ښکيلو لورو څخه وغوښتل چې د جګړې په بهيرکې اوله جګړې وروسته دملکي وګړو او ماشومانو حقوق رعايت او د هغوى درناوى وکړي.
د دغې ډلې مسوولې راضيې نوري وويل: موږ راټول شوي يو چې د هغو کسانو غږ پورته کړو چې په جګړې کې ښکيل نه دي خو زيات زيانونه هغوى ته رسيږي.
دې وويل: په دې ورځوکې په غزني، ننګرهار، بغلان او يوشمېرنورو ولايتونوکې دسختو جګړو شاهدان يو چې ملکي وګړي، ښځې او ماشومان د جګړي په اور کې سوځيږي
راضيې نوري دايمي سوله او اوربند د افغانستان د خلکو  پخوانۍ هيله وبلله او له دولت او د مخالفينو ډلو څخه يې وغوښتل چې دهېواد اوسنۍ ستونزه د خبرو  او تفاهم له لارې حل کړي .
په دې خبري غونډه کې د مدني ټولنو يوشمېر فعالينو دملکي کسانو دتلفاتو د زياتوالي له امله خپله انديښنه څرګنده کړه او دجګړې له ښکيلو لورو څخه يې وغوښتل چې جنګي قوانين رعايت کړي.
پاى ج ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته