نړۍ

د داعش ډله د کیمیاوي وسلو د تولید په حال کې ده .

تهران – ایرنا – باختر – د ثور د میاشتې ۱۵
د کیمیاوي وسلو د بندولو سازمان رئيس پرون اعلام وکړ چې په دې باب د اندیښنو د زور اخيستو نښې نښانې شتون لري چې د داعش ډله د کیمیاوي وسلو څخه په عراق او سوریه کې زیات کار اخيستل شوی وی .
باختر آژانس د بهرنیو خبر ځایونو له خولې خبرراکړ: احمد اوزومجو ویلي دي چې ددغه بنسټ حقیقت موندونکو ډلو په دغو دواړو هیوادونو کې په ترسره شویو بریدونو کې د سولفرخردل د ګازو د کارولو په باب شواهد او نښې نښانې ترلاسه کړي دي.
ده وویل چې د دوی له خوا ددغو کیمیاوي وسلو د کارولو په باب بشپړ ګومان شته.
اوزومجو په هاګ ښار کې ددغه سازمان په مقر کې د دري ورځني کنفرانس ترڅنګ وویل چې دویم شک دادی چې ښايی دوی په خپله ددغو وسلو د تولید په حال کې وي چې دا کار ډیر له اندیښنو ډک دی.
ده زیاته کړه دا کار ثابتوي چې دوی تکنالوژۍ ، پوهه او دغه راز د کیمیاوي وسلو د تولید لپاره په لازمو موادو برلاسی لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته