اقتصاد

په لغمان کې د وطن ګټو دبرېښنا دبند لومړنۍ تخنيکي سروې بشپړه شوه

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٤
په لغمان ولایت کې د خلکو د پرله پسې غوښتنو پر اساس او د ولایتي ادارې د مشرتابه د شپې او ورځې اغیزمنو کړنو په پایله کې د وطن ګټو د برېښنا د بند لومړنۍ تخنیکي سروې بشپړه شوه.
باخترآژانس ته په رارسيدلوخبرونوکې ويل شوي دي.
دلغمان والي عبدالجبار نعیمي د دغه ولایت بنسټیزه رغونه او د اساسي پروژو تطبیق خپل کاري لومړیتوب ګڼي، شپه او ورځ هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د بیارغونې چارې ګړندۍ او ولسي غوښتنو ته اساسي رسیدنه وشي.
په لغمان ولایت کې ډیرې داسې تاریخي او عمرې غوښتنې شته چې د وخت حکومتونو ورته اساسي پاملرنه نه ده کړې خو اوس مهال د دې زمینه مساعده شوې او ولایتي اداره پر همدې غوښتنو کار کوي چې ژوندۍ بېلګې یې د شاهي کانال د پروژې منظوري،  د ګله ګوش او وطن ګټو د بندونو د سروې پیلیدل او د سراج د تاریخي کلا رغونه ده چې د دغه ولایت په تاریخ کې بنسټیزې لاسته راوړنې بلل کیږي.
د لغمان ولایتي ادارې مشرتابه په تیرو ۱۱ میاشتو کې اساسي ګامونه پورته کړل د خلکو ټولې مهمې او بنیادي غوښتنې یې د ملي یووالي د حکومت رهبري، ټولو وزارتونو او مرستندویه ټولنو ته ورسولې همدا لامل دی چې اوس یو پر بل پسې د بیارغونې کارونه پیلیږي او د مهمو پروژو د تطبیق لپاره هم اړین ګامونه پورته کیږي.
د وطن ګټو د برېښنا بند د جوړیدو ځای د الیشنګ ولسوالۍ ښکلې دره ده چې اوس هم دلته د الیشنګ څپاند سیند بهیږي،  د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ د دغه بند پر جوړیدو شاوخوا شپیته میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي چې تر جوړیدو وروسته به له ۴ څخه تر ۸ میګاواټو پورې د برېښنا د تولید ظرفیت ولري، په جوړیدو سره به یې په ختیځ زون کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي په زرګونو جریبه دولتي ځمکه به د سیلاوونو له خطر وژغورل شي، کرنیزې ځمکې به په منظمه توګه خړوبه شي او زرګونو کسانو ته به کاري زمینې برابرې شي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال په لغمان ولایت کې ګڼ شمیر بنسټیزې پروژې تر کار لاندې دي د ګله ګوش دبرېښنا بند او شاهي کانال د ملي پروژو د لومړنۍ تخنیکي سروې چارې هم جریان لري چې په نږدې راتلونکې کې به بشپړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته