امنیت

دتخار ولايت لپاره دطالبانو نومول شوي والي په کندز کې ووژل شو .

کابل باختر د لړم نولسمه :
دملي دفاع وزارت وياند وايي دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو لپاره ديوې ساحې  دټاکنې لپاره دوسله والو  مخالفينو پروګرام ناکام شو .
  دملي دفاع  وزارت  وياند جنرال ظاهر عظيمي په کندز ولايت کې دملي اردو کوماندو د ځواکونو دعملياتوپه باب دباختراژانس خبريال ته وويل، دملي اردو د کوماندو قطعات دشپې له خوا دملي اردو دهليکوپترونو  په واسطه په کندز ولايت کې پلي شول  او دښمن چې غوښتل يې  په شمال کې يوه امنه ساحه جوړه کړي دامنيتي او دفاعي ځواکونوداقدام له امله ددوى توطيه  شنډه شوه .
په شاهين – ٩  عملياتو کې چې دملي اردو دکوماندو ددريم کندک  د٢٠٩ شاهين قول اردو ددويمې پلې لوا او دپوليسو دخاصو قطعاتو ديوه کندک په ګډون دکندز ولايت په مربوطاتو کې ترسره شول د کوماندو ځواکونو ډيرستر عمليات بلل کيږي چې له امله يې د رارسيدلو خبرونو له مخې،  دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا دتخار ولايت لپاره نومول شوي  والي  مولوي  محمد اسمعيل چې دخپلو همکارانوپه  مرسته  کندز ته  بللى و ، وژل شوى دى
  دغه راز تيره شپه ددغو عملياتوپه بهير کې  دکندز ولايت دچهاردرې ولسوالۍ  زياتې سيمې د کوماندو دځواکونو له خوا پاکې شوې او دغه عمليات به دسيمې تر بشپړ پاکولو پورې دوام ومومي .
په همدې ډول دملي اردو دکوماندو ځواکونه دکندز ولايت دګورتيپې په ساحه کې پلي شوي دي او همدااوس دوسله والو مخالفينو له شتون څخه ددغې سيمې دپاکولو عمليات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته