نړۍ

دشانګهاي سازمان دبهرنيو چارو دوزيرانو غونډه جوړه شوه

پيکينګ دازادي راديو دثور دمياشتي٢٢ نيټه :

دشانګهاي دهمکاريو دسازمان دغړو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو نن دچين په پايتخت پيکينګ ښارکې غونډه وکړه .

په دې  غونډه کې  دتروريزم پرخلاف دمبارزي ، دسيمه ييز امنيت دتامينولو   او دغه راز په افغانستان کې دحالاتو اودمنځني ختيځ او شمالي افريقا دسيمو دحالاتو  په اړوند  دسيمه ييزو همکاريو په باب خبري اتري وشوې.

ددغه خبرځاى دڅرگندونوله مخې  يوشميردغه وزيران په دي باور دي  چې ددغو سيمو  حالات  دمرکزي اسيا پرحالت منفي اغيزه کولاي شي  .چين  ، قزاقستان، قرغزستان ، ر وسيه ، ازبکستان اوتاجکستان دشانګهاي دهمکاريودسازمان غړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته