٣ – کابل باختر د ليندي نهه ويشتمه
دکونړ ولايت دپوهنې دمديريتونو کارکوونکو ته پرون ددغه ولايت دپوهنې په رياست کې روزنيز ورکشاپ جوړ شو .
دباختر اطلاعاتي اژانس ته دپوهنې وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې په دې روزنيز ورکشاپ کې چې د کونړ ولايت دڅوارلسو ولسواليو دپوهنې دمديريتونو دڅارنې د شپږ څلويښتو تنو دکارکوونکو په ګډون جوړشوي و دپوهنې داصولو اومسووليتونو په اړوند خبرې کيږي .
دغه روزنيز ورکشاپ به پنځه ورځې نور هم دوام ولري .