امنیت

اووه ځانمرګي واسکټونه ترلاسه شول .

دملي اردو دوه تنه عسکر په تصفيوي عملياتوکې ووژل شول 

٩ – کابل باختر دسلواغي   يوولسمه

  دملي ارو عسکرو دکندهارولايت په ژيړي ولسوالۍ کې اووه ځانمرګي واسګټونه  چې دکندهار ښار کې يې دتروريستي بريدونو لپاره چمتو کړي وو ترلاسه کړل .

 دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ  دغه راز  په دغو عملياتو کې  پنځلس ماينونه ،  يوه اندازه چاوديدونکې توکې او جنګي وسايل چاوديدونکې وسايل او يوه اندازه  مهمات ترلاسه شوي دي .

  په ژيړي ولسوالۍ کې عمليات  په داسې حال کې ترسره شول چې تروريستانو غوښتل  ددغو واسکټونو  او چاوديدونکو توکو په کارولو سره په کندهار اودهغه په شاوخوا کې تروريستي بريدونه وکړي .

  په همدي حال کې دملي دفاع وزارت تاييد کړه  چې دملي اردو  دوه تنه منسوبين  دفراه ولايت  په بکوا ولسوالۍ کې  دامنيتي دندو په ترڅ کې وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي . داپيښه په واټ  کې دماين دچاودنې له امله  وشوه په همدي حال کې دملي اردو درې تنه نور عسکر  دکندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې  ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته