امنیت

دجومات يو ملا امام ترورشو.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
دجومات يو ملا په هرات ښارکې د ناپيژاندانو وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو علوى د يو جومات ملا امام و چې تيره شپه دچهار سونګ په سيمه کې دناپيژاندانو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو .
دهرات ولايت دمرکزي روغتون يوه مسوول محمد رفيق شيرزي وويل: ددغه پنځه څلويښت کلن سړي مړى تيره شپه روغتون ته وليږدول شو .
په همدې حال کې دهرات پوليس دجومات ددغه ملا دترور دڅرنګوالي او دعاملينو دهويت په باب دڅيړنو دپيل خبر ورکړ .
ديوبل خبرله مخې :دهرات ٢٦ تنه اوسيدونکي دترافيکي پيښو له امله ټپيان شول.
دغه پيښې په تيرو ٢٤ ساعتو کې ددغه ولايت په ځينو سيمو کې رامنځته شوي دي .
دهرات دمرکزي روغتون يو تن مسوول محمد رفيق شيرزي وويل چې يواځې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته