کابل باختر د ليندى اوولسمه
پنځلس تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې دپوځيانو دبريد له امله ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دننګرهار ولايت د روداتوپه ولسوالۍ کې ددوى په مرکزونو بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې پنځلس تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل په دې بريد کې دداعشيانو يو مرکز له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي شپږ تنه ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې امنيتي ځواکونو ته تسليم شول .
دغه کسان چې دطالبانو او دداعشيانو دډلو غړي بلل شوي دي پرون دهسکې مينې او ددربابا دولسواليو په مربوطاتو کې پوځيانو ته تسليم شول .
ختم _ ج_ اکرم