ټولنه

په کابل کې ددريو ترافيکي پيښو له امله څلور تنه ووژل شول .

کابل باختر د زمري لومړي :
يواته کلن ماشوم نن  دکابل ښار دڅرخي پله په ساحه کې دترافيکي پيښې له امله  ووژل شو .
دکابل دترافيکي د پيښو آمر عبدالشکور صافي  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه پيښه نن سهار  په نهو بجو او ديرشو دقيقو رامنځته شوه .
  يو هينو ډوله باروړونکي موټر  په اته کلن هلک  وخوت  او موټر چلوونکي دپوليسو له خوا نيول شوى دى .
ديوبل خبر له مخې ،  دوه هلکان  چې ديارلس کلن او څوارلس کلن و  تيره شپه دکلوله پشتې دګل سرخ  په څلور لارې کې ديو موټر دچپه کيدو له امله  ووژل شول .
دموټر چلوونکي  په چلونه کې دغفلت اوبې پروايي په تور نيول شوى دى .
دغه راز ديوې باروړونکي واسطې چلوونکې  چې له چاريکارو څخه کابل ته راروان و دزيات ګړنديتوب له امله دخيرخانې  غاښې ته څيرمه ساحه کې له سړک څخه واوښت اوچپه شو .
  په دې پيښه کې موټر چلوونکي  ووژل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته