اقتصاد

دخټکيو دمچانو پرخلاف دمجادلې کمپاين پاى ته ورسيد.

 کابل باختر د وږي د مياشتې  ٨  :
دبغلان ولايت په مربوطاتو کې  دخټکيو  دوه ويشت زره هکټاره کرونده  دخټکيو  دمچانو له شتون څخه پاکه شوې ده  او دخټکيو دمچانو پرخلاف   دمجادلې کمپاين پاى ته ورسيد.
دغه کرونده  دخټکيو دمچانو پرخلاف دمجادلې دکمپاين په بهير کې درې مياشتې مخکې دبغلان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست له  خوا پيل شوې   وه  پرون پاى ته ورسيد.
دبغلان ولايت دکرنې او اوبولګولو رئيس دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ 
دبغلان ولايت ددوشي  ، نهرين  او مرکزي بغلان په ولسواليو کې  دخټکيو  په مچانو ککړ دوه  ويشت زره هکټاره ځمکه  دخټکيو دمچانو او دنورو  نباتي  ناروغيو او آفتونوله شتون څخه  ددرې سوه شلو کيلوګرامو درملو او دپنځه ويشت زرو محافظوي کڅوړو په کارولو سره پاکه شوې ده.
دبغلان ولايت  دکرنې او اوبولګولو رياست  دبوټو دساتنې مسوول محمداصغر صوفي زاده  په دې ترڅ کې  چې  په دغو ساحو کې  دخټکيو دمچانو پرخلاف  دکمپاين دتطبيق رول   دخټکيو  دمچانو  دله منځه وړلو په لاره کې مهم او اساسي وباله زياته يې کړه ؛  چې دکرنې او اوبولګولو رياست دفني مامورينو   په  هلوځلو سره  په دې بريالي شوي يو ، چې دډنډ غوري او دهنه غوري  له ساحو پرته  چې نا امنه ساحې دي په بغلان کې دخټکيو مچان په سلو کې  څه دپاسه څلويښت کم شوي دي.
ده زياته کړه  چې  دخټکيو له مچانو سره دمبارزې  ډيره خوندي لاره  په کڅوړو کې دخټکيو اچول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته