کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣١ :
په هرات ولايت کې په تيرو ٢٤ ساعتو کې دترافيکي پيښو له امله دوه تنه ووژل شول او څه ناڅه شل تنه نور ټپيان شول.
دهرات ښار په مرکزي روغتون کې دثبتو شويو رپوټونو له مخې :
دوه ورونه پرون په تورغنډي ښارګوټي کې له يوه ديوال سره ددوى دسپرلۍ موټر دټکر له امله ووژل شول.
په نورو بيلابيلو پيښو کې شل تنه نورټپيان شول چې اوس تر درملنې لاندې دي.روغتيايي مسوولينو دټپيانو روغتيايي حالت ښه بللى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ