امنیت

دحقاني د شبکې يو قوماندان په لوګرکې ونيول شو

کابل باختر د کب لسمه :
دحقاني د شبکې يو قوماندان پرون په لوګر ولايت کې د ملي دفاع وزارت  د خاصو قطعاتو د فعاليت په بهيرکې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د ملي دفاع وزارت دخاصو قطعاتو ځواکونو دلوګر ولايت دپل علم ښار په مربوطاتوکې امنيتي فعاليت ترسره کړ چې له امله يې د حقاني د شبکې يو قوماندان له دوو تنو ساتوونکو سره يې ونيول شو .
ويل کيږي په دغو عملياتوکې له دوې څخه يو شمېر سپک او درانده جنګي وسايل، پوځي جامې او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته