سیاست

دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون د غړو دټاکنې کميټې غونډه وکړه

کابلباختردسنبلي ١٠
په انتخاباتو پورې اړوند د مدني ټولنې له ارګانونو څخه دانتخاباتي شکايتونو
د کميسيون دغړو دغوره کولوکميټې يوځل بيا وغوښتل چې خپل واحد استازي
تر سبا پورې دغې کميټې ته معرفي کړي  .
دولسي جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دغې غونډه کې چې د ولسي جرګې د رييس اودانتخاباتي کميټې  د رييس عبدالروف ابراهيمي په مشرۍ اودمشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلم يار، دسترې محکمې دسرپرست پوهاندعبدالسلام عظيمي ، داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې د خپلوا ک کميسيون درييس پوهاند ګل رحمن قاضي او د  بشر دحقوقو د خپلواک کميسيون د رئيسې ډاکترې سيماسمر په ګډون جوړه شوه  په انتخاباتو پورې اړوند د مدني  ټولنې له  ارګانونو څخه حاضرو غړو يوځل  بيا وغوښتل چې په انتخاباتو پورې اړوند ارګانونه دې خپل واحد کانديد سبا دروان کال د وږي د مياشتې د يوولسمي نيټې له غرمې مخکې ترنهو بجو پورې کميټې ته معرفي کړي له  دې پرته کميټه خپل ورځنى کار ترسره کوي اوراتلونکي مسووليت به  د کميټې په غاړه  نه  وي .
دغونډې د کار په دوام د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون د نوماندانو سندونه وڅيړل شول .
دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون دغړو دټاکنې کميټې پخوا دکميسيون دغړو دفورمو د ويش دپاى ته رسيدو او ترلاسه کولو نيټه د وږي دمياشتې نهمه دشنبې
د ورځې له غرمې مخکې لس بجې ټاکلى و چې ددغې نيټې په پاى ته رسيدو سره
د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون دغړيتوب د ٣٠٣ تنوغوښتونکو له جملې څخه دوه  سوه څلورشپيتو تنو فورمې له ډکولو وروسته بيرته دانتخاباتي کميټې دارالانشا ته سپارلي دي  چې دانتخاباتي کميټې دارالانشا دشنبې د ورځې دشپې تر دوو بجو پورې کار وکړ او دغوښتونکو ټول سندونه يې له قانون سره سم وڅيړل اود تدقيق اوتصويب په لاره کې يې کميټې ته وړاندې کړل .
ديادونې وړ ده چې د انتخاباتي کميټې کار دانتخاباتو دخپلواک کميسيون او
د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون د تشکيل ، دندو او واکو و سره سم جمهوري رياست ته دانتخاباتي شکايتونو د کمسيون د پنځو تنو غړو دټاکني په لاره کې
دپنځلسوتنو معرفي کولو په مقصد په بشپړ دقت سره  دوام لري او په راتلوونکو غونډو کې به په دې باب لازم تصميمونه ونيول شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته