کابل باختر دلړم شپږ ويشتمه :
افغان امنيتي ځواکونو او نړيوالو قوتونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د يو لړ چاڼيزو عملياتو په بهيرکې نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي ځواکونو او د ايتلاف قوتونو د قندهار ، هرات او د زابل د ولايتونو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ نولس تنه يې ټپيان اولس تنه نور يې ونيول شول .
ددغوعملياتوپه بهيرکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ