کابل باختر د مرغومي دولسمه
امنيتي ځواکونو د قندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د طالبانو د جنګي وسايلو يوه زيرمه کشف کړه .
د قندهار د والي ويندوى جاويدفيصل باخترآژانس ته وويل: امنيتي ځواکونو د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د عملياتو په بهيرکې د طالبانو د وسلو او مهماتو يوه زيرمه کشف او ترلاسه کړه.
خبرځاى وويل: له دغې زيرمې څخه ډول ډول ماينونه، سپکې او درندې وسلې، د پيکا ګولۍ، څو دوربينونه اومخابرې او سل کيلوګرامه باروت ترلاسه شوي دي او په دې اړوند دوه تنه نيول شوي دي او تر پوښتنې لاندې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ