امنیت

د مطبوعاتو نړيواله ورځ په فراه کې ونمانځل شوه

کابل / د غویي ۶ مه / باختر
په فراه کې د مطبوعاتو نړيواله ورځ پرون ونمانځل شوه.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د فراه د والي تاج محمد جاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس اورنګ مختار او د ملکې ادارو د ريیسانو په ګډون جوړه شوه؛ د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د جګړې له ښکيلو لوریو څخه مو هيله دا ده چې د بيان آزادي درناوى وکړي.
مختار د بيان آزادي په هېواد کې له مهمو لاسته راوړنو څخه وبلله او د حکومت له رهبرۍ څخه یې غوښتنه وکړه چې د ترکيې په کنفرانس کې دې د مطبوعاتو رول له پامه ونه غورځوي.
د فراه د خبريالانو اتحاديې رييس خوشحال ځلاند وويل چې د تېرکال په پرتله په روان کال کې د خبريالانو پر وړاندې یولړ خنډونه او ستونزې څېړل شوي دي.
د فراه والي د شهيدو شويو خبريالانو روح ته دعا وکړه او د مطبوعاتو نړيواله ورځ يې مبارکي وويله او زياته يې کړه چې د افغانستان مطبوعات د سيمې په کچه بې ساري دي او د مطبوعاتو د لاښه والي لپاره یې د همکاري ژمنه وکړه.
غونډه خبريالانو ته د ستاينليکونو په ورکولو سره پاى ته ورسېده.
د يو بل خبر له مخې:
په فراه کې د کتاب نندارتون جوړ شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه نندارتون چې د دغه ولايت په انګړ کې جوړ شو، د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد اورنګ مختار وويل چې دغه اوونۍ په هېواد کې د کتاب لوستلو له اوونۍ سره برابره ده، خو له بده مرغه زموږ ځوانانو د کتاب لوستلو له فرهنګ څخه لري شوي دي.
هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په کتابتون کې درې زره ټوکه کتابونه شته.
د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د ملکي بنسټونو له مسوولينو څخه وغوښتل چې ددغه کتابتون د بډاينې لپاره همکاري وکړي.
پاى \ اشرفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته