فرهنګ

د ( لبخند) دانځورګرۍ دآثارو نندارتون پرانستل شو

کابل باختر دغويي دمياشتې ١١ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي ، اداري  او ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي نن   د ( لبخند ) دانځورګرۍ دآثارو نندارتون په کابل کې پرانست.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :   دغه نندارتون  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ملي نګارستان دآمريت له خوا  داميد جهاني موسسې په همکارۍ    په کابل کې   جوړشوى دى.
په دې نندارتون کې دخطاطۍ  دهنري ډلې د ځوانو هنرمندانو دانځورګرۍ ، رسامۍ او خطاطۍ څلويښت آثار نندارې ته وړاندې شوي دي .
ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي ، اداري  او دګرځندوى معينې دهنر او هنرمند درول په اړوند خبرې وکړې او څرګنده يې کړه  چې په هېوادکې  له سختو شرايطو او له شته ستونزو سره سره  ، بيا هم  هنرمندانو له هڅو اوهاند سره لاس نه دى اخيستى  په هنري کارونو کې يې لاس پورې کړى دى او ارزښتناک اثار يې رامنځته کړي دي.
دې  ددې ترڅنګ  چې  دخطخطۍ دهنري ډلې دځوانو هنرمندانو دهنري کارونوقدرداني وکړه  دغه شان نندارتونونو  جوړول يې دهنر  دودې په برخه کې ارزښتناک  ګام وباله اوله رسنيو څخه يې وغوښتل چې  دهنري اوفرهنګي خبرونو  او رپوټونوپه منعکس کولو کې  زياته پاملرنه وکړي.
دغه راز په دغو مراسمو کې دملي هنرستان رئيس محمد هاشم شارق  دهرمندانو دکار دلارې  پرسر دپرتو ستونزو  او خنډونو په باره کې  خبرې وکړې او  ويې ويل چې هنرمندان له محدودو امکاناتوسره سره په دې بريالي شوي دي   چې  په خپلو هنري کارونوسره دخلکو دردونه منعکس کړي او دغه راز  نور ښه پيغامونه  تصويرکړي.
سهيلاسادات  د خطخطي دهنري ډلې دهنرمندانوپه استازيتوب دهغو آثارو په اړوند  چې په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي معلومات ورکړل او داطلاعاتو او  فرهنګ له وزارت او له هغو بنسټونو څخه چې ددغه نندارتون په  جوړولو کې يې له دوى سره همکاري کړې ده مننه وکړه،.
ددغو مراسمو په بهيرکې  ځوانې شاعرې ريحانې فرخيار يو شعر  چې ددغه نندارتون په مناسبت يې برابر کړى و ، ولوست .
دملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني دباخترآژانس خبريال ته وويل چې ددغه شان هنري  نندارتونونو جوړول  ځوانان زيات هڅوي  چې په هنري کارونو لاس پورې کړي او خپلې ولولوې له  دې لارې منعکسې کړي.
دې زياته کړه  چې ملي نګارستان تل دهنرمندانو ملاتړ کړى دى   او دهنري آثارو  دنندارتونو په  جوړولو کې له دوى سره همکاري کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته