نړۍ

په جنوبي افريقاکې نږدې زر تنه ووژل شول

بانګوي باختر دليندي اته ويشتمه :
  دبخښنې د نړيوال سازمان او دبشر دحقوقو دمدافعانو په يوه رپوټ کې ويل شوي دي چې دوه اوونۍ مخکې دمرکزي افريقا په جمهوريت کې پخوانيو ياغيانو چې په عمده توګه مسلمانان دي؛ په يوه دوه ورځني اړو دوړکې نږدې زر تنه وژلي دي.
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې پخوانيو ياغيانو د هغو ورته بريدونو په غبرګون کې چې پخوا دمسيحي مليشو له خوا پيل شوي و؛ په  دې  وژنې لاس پورې کړى دى.
دغه وژنې دمرکزي افريقا په پايتخت بانګوکې دفرانسوي ځواکونو او د افريقا د اتحاديې د پوځيانو له شتون سره سره ترسره شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته