سیاست

دبهرنيوچارو وزير په کابل کې دفنلندجمهوريت له سفير سره دمخه ښې کتنه وکړه.

کابل باختر دچنګاښ  اته ويشتمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن دفنلند جمهوريت له سفيرې ميرمن اين مسکانن سره چې په کابل کې يې دماموريت دوره پاى ته رسيدلې ده د مخه ښې کتنه وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ لومړى دبهرنيو چارو وزير  دافغانستان او فنلند  ترمنځ ددوستانه اړيکو او ددوه اړخيزو همکاريو دلازياتې پراختيا په لاره کې ميرمن مسکانن دنه ستړې کيدونکو هلوځلو له امله قدرداني وکړه او دامنيت په تامينولو ، دهېوادپه بيا جوړولو او دښځو دځواکمن کولو په کار کې يې  له افغانستان سره دفنلند  ارزښتناکې همکاري  وستايلې . 
وروسته  ميرمن مسکانن تر ٢٠٢٠  کال پورې له افغانستان سره دملاتړ ددوام لپاره دفنلند  دژمنې ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې هلسنګي په افغانستان کې  دفنلندي ځواکونو دشمير دزياتوالي غوښتنې ته هم  مثبت ځواب ورکړى دى .
ددغې کتنې په دوام  دواړو لورو دهېوادونو داوسنيو حالاتو او دافغانستان  او فنلند ترمنځ په بيلابيلو برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو په باب خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته