امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل ټپي شو.

کابل   باختر د وږې دمياشتې دويمه:

دايتلاف د ځواکونو دهوايي بريد له امله چې پرون د لوګر  ولايت د بره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې  وشو دوه تنه وسله  وال طالبان  و وژل شول او يو بل طالب ټپي شو.

د لوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر رييس خان صادق باختر آژانس ته وويل :  دغه بريد د لوګر ولايت دبره کي برک ولسوالۍ دپادخواب روغني په ساحه کې  وشو چې له امله يي  دوه تنه وسله وال طالبان و وژل شول او يو بل طالب  ټپي شو.

خبرځاى زياته کړه  ، د وژل شويو طالبانو مړي او ټپي دبره کي برک ولسوالۍ روغتون ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته