امنیت

په هرات کې په بهرنيو ګرځندويانو دبريد دعاملانو دپيژندنې لپاره هلې ځلې .

کابل باختر د زمري پنځلسمه :
په هرات ولايت کې په بهرنيو ګرځندويانو دبريد دعاملانو د پيژندنې لپاره هلې ځلې پيل شوې دي . 
په يوې ډلې بهرنيو ګرځندويانو تيره شپه په هرات ولايت کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له وا بريد وشو .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې په دې بريد کې څلور تنه ګرځندويان ټپيان شوي دي خو  دپوځيانو په  رسيدو سره نور ګرځندويان وژغورل شول
دغه پيښه نن سهار په چشت  ولسوالۍ  کې هغه وخت رامنځته شوه چې ګرځندويان دلرغونو ساحو او دتاريخي څلو په کتنې بوخت و .
دهرات دوالي  وياند جيلاني فرهاد دباختراژانس خبريال ته وويل چې دهرات دوالي په لارښوونه دغه پيښه دامنيتي مامورينو له خوا په جدي توګه تر څيړنې لاندې ده او ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل  شوې دي
   سيمه ئيز مسوولين وسله وال طالبان ددغه بريد عامل بولي .
ديوبل خبر له مخې : ديارلس تنه په هرات ولايت کې دجنايي پيښو په اړوند نيول شوي دي
دغه کسان چې دغلا، شوکمارۍ ، وژنې او دنشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى دهرات ولايت په بېلابېلو سيمو کې دامنيتي مامورينو دفعاليتونو په بهير کې نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته