کابل باختر دتلي ديرشمه :
درې تنه سړي تښتوونکي تيره شپه د فراه ښار په مربوطاتو کې دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شول .
دفراه ولايت دملي امنيت رياست يوه اړونده خبرځاى باخترآژانس ته وويل :
دغه کسان دفراه ښار په مربوطاتو کې دخلکو په مرسته هغه وخت ونيول شول چې ديوه سوداګر دتښتولو نيت يې درلود .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: تښتوونکو په لومړنيو څيړنوکې په فراه ولايت کې ديو ملي سوداګر حاجي عبدالغفور د تښتولو دتصميم نيولو په باب اعتراف کړى او پيښه تر زياتي څيړنې لاندې ده .
2 د یوې دقیقې څخه لږ