سیاست

د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د نمانځنې په مناسبت د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجينير محمد خان پيغام

کابل باختر د کب دمياشتې  ٩
د کب نهمه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ده، د دې وياړمنې ورځې د رارسېدو په مناسبت د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هېواد د خپلواکۍ او امنيت په خاطر په مېړانه دفاع کوونکو امنيتي ځواکونو ته د زړه له کومې مبارکي وايم.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
زموږ زړور امنيتي او دفاعي ځواکونه دي چې هېواد مو د بيلابيلو يرغلګرو د شومو موخو لومو ته نه دی لويدلی، همدوی دي چې د دې قهرمان ملت له هر وګړي او د هېواد د لويشت لويشت خاورې څخه په دفاع کې هره ورځ خپل سرونه او تنکۍ ځوانۍ قربانوي.
دوی په دې خاوره او د دې هېواد پر ولس حق لري چې سرښندنې يې ونمانځل شي او مېړانې يې د تاريخ په پاڼو کې په زرينو کرښو کې ثبت کړي.
افغان قهرمان ولس د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې ويني، په همدې اساس تل د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو په څنګ کې درېدلي او تل به يې د خپل قاطع ملاتړ څخه برخمن ساتي.
افغان مېړنی ولس په خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو وياړي او د ملي يووالي حکومت به د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو د لاځواکمنتيا په خاطر د امنيتي ځواکونو په تمويل او سمبالو کې له هېڅ ډول هڅو دريغ ونه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته