روغتیا

د تاله اوبرفک خلکو د روغتيايي کلينيک د جوړولو غوښتنه وکړه

کابل باختر د وږي  يو ويشتمه :
دبغلان ولايت د تاله او برفک ولسوالۍ اوسيدونکي د روغتيايي مرکزونو او د سړک د نشتوالي له امله سرټکوي.
د تاله او برفک ولسوالۍ د بر آسيا ګګ دکلي يو تن اوسيدونکي غلام حضرت  باخترآژانس ته وويل: د دغې ولسوالۍ د بر او کوز آسياګګ د کليو او د نورو لرې پرتوغرنيوکليو د اوسيدونکو اساسي ستونزې د روغتيايي مرکزونو او سړکونو نشتوالي دي.
د ده دڅرګندونوله مخې: د بر آسياګګ  دکلي اوسيدونکي چې له عمومي سړک څخه  څه د پاسه پنځه ويشت کيلومتره واټن لري، د روغتيايي مرکزونو دنشتوالي په نسبت له ستونزو سره مخامخ دي او د ناروغانو د ليږدونې په وخت کې له زياتو  ستونزو سره  مخامخ کيږي او هم  کله ناکله  ناروغان يې  په لاره کې  له منځه ځي.
د بر آسيا ګګ دکلي د پرمختيايي شورا رييس صوفي عبدالحکيم باخترآژانس ته وويل: د دکليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست د فعاليت له شتون او د نورو ملي او نړيوالو موسسو په موجوديت سره زموږ په اړوندو کليوکې دښه والي لپاره هيڅ راز اساسي بدلون نه دى ليدل شوى او زموږ ستونزې چې له څو لسيزو راپديخوا  موجودې وې؛ لا تراوسه پورې هم  له ستونزو سره مخامخ يو.
ده وويل: له دولت څخه غواړوچې د بر او کوز آسياګګ، بر اوکوز تيرګران، آلو ګګ ، نرمپولک،  ديوالک، الوچه او د زرد سنګ په کليوکې د څه دپاسه اوولسو زرو  تنو وګړو په پام کې نيولو سره په يومناسب ځاى کې چې ددغوکليو ټول خلک  ورڅخه استفاده  وکولى شي؛ يو روغتيايي کلينيک جوړ او فعال کړي چې زموږ ستونزې لرې شي. 
د آلوګګ دکلي يو تن اوسيدونکي محمد اسمعيل  په روغتيايي مرکزونو ددغو کليو د خلکو  د نه لاسبرى او د روغتيايي مرکزونو د نشتوالي دتاييدولو په ترڅ کې د اوبو د بندونو، د ويالو د نشتوالي له امله د رامڼځته شويوستونزو په باب خبرې وکړې اوپه مسوولينو يې په تاله اوبرفک په ولسواليوکې د شتو ستونزو په وړاندې د بې تفاوتى  تور ولګاوه.
د بغلان ولايت د عامي روغتيا د رياست سرپرست ډاکتر امرالدين شريفي له تاله اوبرفک ولسوالۍ د خلکو په روغتيايي ستونزو د بې خبرى د څرګندولو په ترڅ کې وويل چې د اساسي روغتيايي کلينيک په ګډون روغتيايي مرکزونه په سيموکې  د وګړو د شمېر له مخې جوړيږي .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا سرپرست زياته کړه چې دولس کاله مخکې په تاله اوبرفک کې روغتيايي خدمتونه له يوه روغتيايي کلينيک څخه په استفادې سره  ترسره کيدل، خو اوس په دغې ولسوالۍ کې څلور روغتيايي مرکزونه فعال دي.  سره له دې هم د يوبل روغتيايي کلينيک د جوړولو په مقصد  تراوسه پورې د هيچا او مرجع له خوا دغه رياست ته کوم وړانديز يا غوښتنه نه ده رسيدلې او د دغه شان وړانديز د رسيدو په صورت کې به  دعامې روغتيا رياست له خوا لازم اقدامات  ترسره شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته