امنیت

د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ يو افسر شهيد شو

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
د نيمرزو ولايت د امنيې قوماندانۍ يو افسر په ډزو سره شهيد کړاى شو.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير حاجي عبدالهادي دباختر آژانس ته خبر ورکړ: دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ يو افسر د زرنج ښار په مربوطاتوکې د دوو تنو وسله والو موټر سايکل سپرو وسله والو له خوا په ډزو سره شهيد کړاى شو او يرغلګر د پيښې له ځاى څخه تښتيدلي دي چې  دهغوى د نيولو لپاره د پلټنې عمليات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته