سیاست

د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د اجرایيه رییس پيغام

کابل باختر دوري څوارلسمه
ماین؛ په افغانستان کې د کلونو کلونو جګړو یو بد میراث دی، چې را پاتې دی. دغه خونړي میراث د زرګونو افغانانو ژوند واخیست او زرګونه نور یې د تل لپاره معیوب کړل.  هره خوا د ماین ویره وه او ماین وحشت خپور کړی و.
خو له نیکه مرغه چې د افغانستان یوشمېر اتلو بچیانو د ماین پاکولو لپاره مټې راونغښتلې او نن په هېواد کې د کورنیو او بهرنیو ماین پاکانو په مرسته په سلوکې اتيا خاوره له ماینونو پاکه شوې ده. د دغو اتلانو هڅې او هاند د ستایلو وړ دي او افغانان به یې هېڅکله هېر نه کړي.
ماین پاکانو په خورا سختو شرایطو کې کلي په کلي، او حتی کور په کور وګرځېدل، غرونه او دښتې یې ولټولې او ماینونه یې ټول کړل.  زه د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت غواړم له ټولو هغو ماین پاکانو او د مین پاکۍ له ادارو مننه وکړم، چې په افغانستان کې یې د ماین پاکۍ چارې ترسره کړي دي.
د ماین پاکۍ نړیواله ورځ ورته مبارکي وایم. هیله لرم چې یوه ورځ افغانستان په بشپړ ډول د ماین له ګواښ نه په امن کې وي. له ۱۳۶۸ کال را په دېخوا په هېواد کې د ماین پاکولو پر مهال د ماین پاکولو د موسسو کابو ۱۰۴۸ تنه د ماینونو له خطر سره مخ شوي، چې ۱۳۵ تنه یې شهیدان او ۹۱۳ تنه یې  تر اوسه ټپيان شوي دي. زه شهیدانو ته د فردوس جنت هيله کوم.
په افغانستان کې د ماین پاکۍ شته ادارو او ماین پاکانو ته ډاډ ورکوم، چې حکومت به یې تر څنګ ولاړ وي. ملاتړ به یې کوي او د ستونزو په حل کې به یې ټول امکانات په کار اچوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته