سیاست

په راتلونکي کال کې د پارلماني ټاکنود تر سره کېدو لپاره د همغږۍ ناسته وشوه

کا بل باختر د تلې اوولسمه :
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون په افغانستان کې د امریکا دمتحده ایالاتود سفارت له شارژدفیر ښاغلي هوګولورنس، چې د افغانستان لپار د نړیوال بانک رئیس ښاغلي شبهام چودري، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي نجیب الله احمدزي او د یونامام دفتر استازي، هم شتون در لود وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې دواړو لوریو په بریالیتوب سره د لوړ پوړي پلاوي (SOM) ناستې تر سره کېدو، په راتلونکي کال کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو په چمتووالي، د دې لړۍ لپاره په مالي ملاتړ او د روڼوالي لپاره یې له ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې  په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
د امریکا دمتحده ایالاتو شارژدفیر، په بریا سره د لوړ پوړي پلاوي ناستې د تر سره کېدو د هر کلي ترڅنګ، د پارلماني ټاکنو لپاره مالي ملاتړ ته د نړیوالې ټولنې د چمتو والي ډاډ ورکړ.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته