نړۍ

د عراق د جمهور رييس مرستيال د ترکيې له صدر اعظم سره وکتل

پغداد- ايرنا – باختر د وري دمياشتې ٨
د عراق د جمهور رييس مرستيال اسامه نجيفي پرون په ناڅاپي ډول په استانبول کې د ترکيې له صدراعظم احمد داوود اوغلو سره د تړلو دروازو ترشا خبرې وکړې.
د ايرنا دخبر له مخې :
ترکي رسنيو تېره شپه له داوود اوغلو سره د اسامه نجيفي د کتنې خبر ناڅاپي او هيرانوونکي وباله.
د صباح خبري سايټ وليکل: په دې کتنه کې د خبرو وړ موضوعګانو په باب هيڅ راز نظر نه دى څرګند شوى.
د ترک د (سي ان ان) ټلويزيوني شبکې د دغې کتنې د خبر په اعلامولو سره زياته کړه چې ترکيې ته د اسامه نجيفي د سفر په باب خبر نه و خپور شوى او د داوود اوغلو د ننني کار په پروګرام کې هم دغه شان کتنه نه وه اټکل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته